په افغانستان کې دطالبانو د ډلې د دريو تنو قوماندانانو او په دغې ډلې پورې دلسګونو تنو اړوندو کسانو نيول کېدل
کابل باختردلړم دمياشتې ٣ :
ناټو وايي چې په افغانستان کې دجلاجلا پوځي عملياتو په بهيرکې دطالبانو د ډلې د دريو تنو قوماندانانو او دپنځه ديرشو تنو وسله والو طالبانو په نيولو بريالي شوي دي .
دطالبانو د ډلې دغه قوماندانان او په دغې ډلې پورې نور اړونده کسان کله چې دلوګر، قندهار ،هلمند، غزني او د ارزګان د ولايتونو په مربوطاتو کې يولړ تروريستي بريدونوته په سازمان ورکولو بوخت وو؛ دافغان پوځيانو او د ناټو دځواکونو په عملياتوکې نيول شوي دي.
باخترا ژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې په دغو عملياتو کې د دغې ډلې په لسګونوجنګي وسايل دگډو ځواکونو لاسته ورغلى دى.
په خبرپاڼه کې ددغو عملياتو په بهيرکې افغان او ناټو ځواکونو اوملکي وګړو ته د سر د رسيدلو زيانونو په باب څه نه دې ويل شوى .