په افغانستان کې دطالبانو د دريو تنو سيمه ييزو قوماندانانو وژل کېدل

کابل – باختر دتلې ديرشمه
د وسله والو طالبانو درې تنه قوماندانان په افغانستان کې دپوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دغه قوماندانان نن سهار او تېره شپه د افغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوا دهلمند، فراه او دغزني د ولايتونو په مربوطاتوکې د ترورستي فعاليتونو په بهيرکې  ووژل شول.
ناټو باختر آژانس ته ديوې خبرپانې په ليږلو سره ويلى دى: پر دغو قوماندانانوکله چې دترورستي بريدونو دپلانونو په جوړولو کې بوخت وو؛ دګډو ځواکونو له خوا بريد وشو.
ويل کيږي چې ددغوعملياتو په بهيرکې څو تنه نور جګړه ماران هم وژل شوي دي. ناټو وايي چې په دغو عملياتو کې په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکي توکې هم ترلاسه شوى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته