په افغانستان کې دطالبانو ددوو تنو سيمه ئيزو قوماندانانو نيول
کابل باختر د تلي دوه ويشتمه
په افغانستان کې دپوځي عملياتو په بهير کې دطالبانو دوه تنه سيمه ئيز قوماندانان ونيول شول .
په دغو قوماندانانو کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و د افغان ځواکونو او دناټو دقوتونو له خوا بريد وشو او نيول شو .
دعبدالظاهر په نامه له نيمروز ولايت څخه يو له دغو قوماندانانو څخه نيول شوى دى .
عبدالظاهر په دغه ولايت کې دياغيانو دځينوقوماندانانو رهبري يې کوله . ناټو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ددويم قوماندان نوم نه دى په ډاګه کړى خو ويلي يې دي چې دى کله چې په قندهار ولايت کې يې يو لړ تروريستي بريدونو ته دسازمان ورکولو نيت درلود دافغان ځواکونو او دبهرنيو پوځيانو په عملياتوکې نيول شوى دى.
ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې ددغو قوماندانانو ترامر لاندې څو تنه هم له جنګي وسايلو سره يې نيول شوي دي .
ددغې خبرپاڼې دمعلوماتو له مخې، ددغو عملياتو په بهير کې په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي هم له دغو قوماندانانو څخه ترلاسه شوي دي .
دغه راز ناټو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې ديو لړ عملياتو په بهير کې دلسګونو تنو وسله والو طالبانو دوژل کيدو خبرورکړ . ويل کيږي چې په دغو طالبانو کله چې دهلمند ، قندهار ، لغمان او دغزني دولايتونو په مربوطاتو کې په تروريستي بريدونو بوخت وو دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شول .
په دې خبرپاڼه کې ددغو عملياتو په بهير کې افغان او ناټو پوځيانو اوملکي وګړو ته دسردرسيدلي زيان په باب څه نه دي ويل شوي .