-کابل باختر د چنګاښ څلورمه :
دسږ کال روژې اختر په افغانستان کې له سختو امنيتي تدبيرونو سره پيل شو .
دافغانستان ښاريانو په داسې حال کې له اختر څخه هرکلى کوي چې هېواد يې سربيره پردې دروژې دمبارکې مياشتې په بهير کې دډار اچوونکو پيښو د ډيرو خونړيو پيښو ډګر و .
اوس هم په سلګونو زره تنه پوځيان دګڼ ميشتو لارو په سيمو کې له تفريح ځايونو څخه نيولې ترجامع جوماتونو ، لويو لارو او غرونوکې ميشت دي او په اختر کې د ډار اچوونکو پيښو دمخنيوي او دامنيت دتامينولو لپاره خدمت کوي.
دباخراژانس خبريالانو له ټول هيواد څخه خبرورکړى چې پوځيانو دروژې له نيمايي مياشت څخه تراوسه پورې دهېواد دښارونو او بازارونو، په لويولارو کې اوهم په غرونوکې پلټنې پيل کړي دي چې د ډار اچوونکو په تيره بيا داختر په ورځو کې دطالبانو او داعشيانو دهر راز تحرکاتو خنډ شي .
دتيرو څو ورځو په بهير کې دغه پوځيان دښاريانو داختر دګډوډولو لپاره څو تروريستي طرحې ناکامې کړې دي .
له بلې خوا دافغانستان جګپوړي امنيتي اوپوځي مقامات وايي چې دسږ کال داختر امنيت دسلو زرو پوځيانو له خوا تامنيږي .
دوى له سختو امنيتي تدبيرونو سره په اشارې سره دافغانستان ښاريانو ته ډاډ ورکړ او ويلي يې دي تر څو دارامۍ لپاره خپلو اختريزو پروګرامونو ته دوام ورکړي .
په همدې حال کې دهېواد په شاوخوا کې دسختو امنيتي تدبيرونو نيول ښاريانو ته ارامى بخښلى دى .
دهلمند ولايت دمرکز لښکرګاه ښار اوسيدونکى امين الله وايي دګڼ ميشتو لارو په ساحو کې دامنيتي ځواکونو له ميشت کيدو سره دامنيت دتامينولو او د ډار اچوونکو پيښو په مخنيوي کې د دوى انديښنې لرې شوي دي .
دبدخشان ولايت اوسيدونکې کبرا بدخش په دې صورت کې چې امنيتي ځواکونو دخلکو دامنيت په تامينولو بوخت دي سخته خوشحاله ده
دې وويله دهېواد په شاوخوا کې دوى دپوځيانو په ليدو سره ددوى انديښنې لرې شوي دي اواوس به په راحتي سره له لوىاختر څخه هرکلى وکړي .
امنيتي او پوځي جګپوړو مقاماتو دافغانستان له ښاريانو څخه وغوښتل چې د ډار اچوونکو اومشکوکو کسانو دليدو په صورت کې دامنيتي ځواکونو نږدې پوستو ته خبرورکړي .
0 1 دقیقه لوستل