په افغانستان کې دحقاني دشبکې دڅلورو تنو سيمه ييزو قوماندانانو نيول.
کابل- باختر دلړم دولسمه:
دحقاني دشبکې څلور تنه سيمه ييزقوماندانان دڅو عملياتو په بهيرکې په افغانستان کې ونيول شول .
دغه قوماندانان چې هويت يې نه دې افشا شوى، نن سهار له څو تنو نورو وسله والوطالبانو سره دلوګر ، پکتيا ، ننګرهار اوکونړ د ولايتونو په مربوطاتوکې له خپلو پټنځايونو څخه نيول شوي دي.
باختر اژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: دغو قوماندانانو کله چې غوښتل په دغو ولايتونوکې يو لړ تروريستي بريدونو ته سازمان ورکړي؛ دافغان او ناټو دځواکونو له خوا ورباندې بريد وشو او ونيول شول.
ناټو وايي چې دغو قوماندانانو په دغو ولايتونوکې دحقاني دشبکې ځينې تروريستي پريدونه رهبري کولې .