کابل باختردلړم دمياشتې اتمه :
په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو دشمير زياتوالي له شک پرته دخلکو دهرکلي وړ وګرځيد خو ددې تر څنګ بايد دهيواد ددفاعي ځواکونوسمبالول هير نه شي .
دباختراژانس خبريال ليکي: له ترديد پرته دافغانستان په شمال کې دطالبانو دموقعيت پياوړتيا ددې سبب شوه چې امريکا او دهغې متحدين تصميم ونيسي چې په افغانستان کې په خپل پوځي شتون بيا کتنه وکړي .
په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو او دهغې دمتحدينودپوځيانو شتون يواځې له ډار اچونې سره دمبارزې او دامنيتي ځواکونو دروزنې په لاره کې دى .
دهيواددامنيتي اودفاعي ځواکونو دمستقلانه دفاع تجربو جوته کړې ده که چيرې دافغانستان دهوايي اوځمکنيو ځواکونو سمبالولو ته لومړيتوب ورکړى شي دغه ځواکونه په اسانۍ سره کولاى شي ډار اچوونکي سره له دې چې دافغانستان له پولو څخه بهر جرړې لري له غوڅې ماتې سره مخامخ کړي .
دبم غورځوونکو او ترانسپورتي الوتکو او دهليکوپترونو نشتوالى دى .
هغه پوځيان چې دغه شان ځواکمني ونه لري دپوځي کارپوهانو په باور له دښمن سره په جګړه کې مناسب برياليتوب نه لري خو دهيواددامنيتي ځواکونو مستقلانه دفاع له دغه شان نيمګړتياو سره ددښمن په وړاندې اتلواله او زړه وره ده .
که چيرې نړيواله ټولنه او دافغانستان متحدين وغواړي چې دهيواد هوايي پوځ سمبال کړي دغه حرکت له ډار اچونې سره دمبارزې بهير ګړندى کوي او د ډار اچوونکو عمر لنډيږي .