په افغانستان کې داسلامي همکارى دسازمان فعاليتونه پراختيا مومي .

کابل باختر د وري شپږمه :
  دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا رييس   قضاوتپوه مولوي  قيام الدين کشاف  نن له غرمې وروسته  په کابل کې  داسلامي همکارى دسازمان نوي سفير ښاغلي  حسين بتسالي يې په داسې حال کې چې ددغې شورا  يوشمير غړي هم حاضر و  ،  دخپل کار په دفتر کې  دکتنې لپاره حضور ته ومانه .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  دعالمانو دسراسري شورا رييس  ښاغلي  بتسالي ته دښه راغلاست  له ويلو وروسته  څرګنده کړه  داسلامي همکاري  سازمان  چې اسلامي هېوادونه  پکې غړيتوب لري د فاصلحوا بينهما  دالهي خطاب  اصلي مخاطب دى   څرنګه چې په افغانستان کې دمسلمانانو ترمنځ جګړه دوام لري  داسلامي هېوادونو او په سرکې يې  داسلامي هېوادونو له کنفرانس  مسووليت دى  چې د افغانستان  په اسلامي هېواد کې دسولې او امنيت  دتامينولو په مقصد  اغيزمن او عملي اقدامات  وکړي .
  وروسته  داسلامي همکارى دسازمان سفير داسلامي همکاري دسازمان  دفعاليتونو  او دخپلو  راتلونکو کاري پلانونو په باب  مفصل معلومات وړاندې کړل او ويې ويل  چې په افغانستان کې ددغه سازمان  فعاليتونه  پراختيا مومي   او دده ټينګار به  په دغه هېواد کې دجګړې او وينې  توئيدو بندول او دسولې تامينول وي .
ده زياته کړه  داسلامي هېوادونو کنفرانس  په پام  کې لري  چې په نږدې راتلونکې کې دسعودي عربستان په همکارى  په افغانستان کې دسولې او امنيت په باب داسلامي نړى  دعالمانو نړيوال کنفرانس  جوړ کړي .
دغه راز افغانانو ته  دژوندانه  په بيلابيلو برخو کې دبشر ي مرستو دبرابرولو ژمنه وکړه .
  په پاى کې  دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا رييس  دمننې دڅرګندولو په ترڅ کې  زياته کړه : له دغه سازمان څخه  دافغانانو هيله داده  چې له ټولو څخه مخکې دې په افغانستان کې  ددايمي سولې او ټيکاو دتامينولو لپاره  جدي همکاري وکړي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته