په افغانستان کې تېر کال ۸۸۴ میلیون ډالره د غیر دولتي موسسو له خوا مصرف شوي دي
کابل باختردوږي دمياشتې٢٨نيټه :
د اقتصاد وزارت د ۱۳۹۶ د غیر دولتی موسسو د فعالیتونو رپوټ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپور کړ.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د اقتصاد وزیر ډاکتر مصطفی مستور د دغه رپوټ د خپرولو موخه، په هېواد کې د غیر دولتي موسسو د حساب ورکونې او روڼتیا برابرول وبلل، ټینګار یې وکړ چې د افغانستان حکومت د دې پر بنسټ به د غیر دولتي موسسو د فعالیتونه په اړه پریکړه وکړي.
د اقتصاد وزیر وویل چې په ۱۳۹۶ کال کې په دې وزارت کې په ټولیزه توګه ۲۳۹۹ موسسې ثبت شوې چې له دې جملې څخه ۲۸۸ موسسې یې بهرني دي.
د اقتصاد وزیر وویل: له قانون سره سم د رپوټ ورکولو د نشتوالي له امله ۵۳۳ موسسې له منځه وړل شوي دي.
د اقتصاد وزیر زیاته کړه: د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت د لومړیتوبونو پر بنسټ له دې وروسته به غیر دولتي موسسې خپله بودجه مصرف کړي.
تېر کال غیر دولتی موسسې، ۸۸۴ میلیون ډالر مصرف کړي و چې ۵۹۱ میلیون ډالره د بهرني موسسو او ۲۹۳ میلیون ډالره د کورني موسسو له خوا لګیدلي دي.
د دغه رپوټ له مخې، په غیر دولتي موسسوکې د تېرو دوو کلونوپه نسبت ۷٪ استخدام ډیروالی موندلی چې شمېر يې د ۲۴ زرو ښځينه وو په ګډون ۸۴ زرو تنو ته رسیږي. پای – ذ