په افغانستان کي د اروپايي اتحادیې سفیر پاکستان ته د خپل سفر په اړه له اجرائیه رئیس سره خبرې وکړې
کابل_باختر د وږي د مياشتې ٢مه
د کابل لپاره د اروپايي اتحادیې سفیر او لوړ پوړي استازي مایکل میلیبند د هیواد له اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله سره، پاکستان هیواد ته د خپل وروستي سفر په اړه خپل نظریات وړاندې کړل.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
ده په نننۍ کتنه کې وویل چې له پاکستاني چارواکو سره یې د افغانستان د سولې د بهير په ګډون د دواړو هیوادونو ترمنځ د عمومي اړیکو په اړه هم خبرې کړې دي.
د ده په خبره چې په دې سفرکې د اړیکو د سمون لپاره هر اړخیز بحثونه شوي او هغه اقدامات په نښه شوي چې د حالت له روڼوالي سره مرسته کوي.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله د اروپايي اتحادیې له سفیر سره په نننۍ کتنه کې د کابل د وروستیو خونړیو پيښو په اړه د افغان حکومت رسمي نظر شریک کړ.
ده همدا راز د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو د وروستیو مسئلو او پېښو په اړه هم د افغان لوری اندېښنې او پیغام د اروپايي اتحادیې سفیر ته ورسول.
ده وویل چې افغان حکومت نور دا ډول پېښي نشي زغملای او له پاکستاني لوري د مشخصو او واضحو اقداماتو غوښتنه کوي، څو د اړیکو راتلوونکې معلوم شي.
په نننۍ کتنه کې همدا راز د برېښنايي تذکرو د وېش په اړه هم بحث وشو.
د اروپايي اتحادیې سفیر وویل چې دوی له دغه بهير سره هر ډول مالي او تخنیکي مرستې ته ژمن دي او فکر کوي چې دا بهير له امنیت او ټاکنیز شفافیت سره مرسته کوي چې باید ډير ژر پيل شي.
ده زیاته کړه: د برېښنايي تذکرو له پروژې سره د دوی مرسته د وېش لړۍ په پیل پسې مشروطه ده او هر کله چې حکومت دا لړۍ پیل کړي، دوی به خپلي مرستې ورته جاري کړي.
ده همدا راز د ټاکنیزو سمونونو د ځانګړي کميسيون د کار په اړه هم خپل نظر له اجرائیه رئیس سره شریک کړ.
د اروپايي اتحادیې له دغه لوړپوړي مقام سره په نننۍ کتنه کې اجرائیه رئیس وویل چې د الیکترونکي تذکرو د وېش امتحاني لړۍ پیل ته اماده ده او له قانون سره سم، باید ډېر ژر د ويش بهيرپيل شي.
ده همدا راز وویل چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د ځانګړي کميسيون کار په ښه توګه مخ ته تللی او د څو اوونیو په موده کې به لومړنۍ اصلاحي طرحه حکومت ته وسپاري.#