سیاست

په افغانستان د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

 کابل باختر د زمري ١٨ مه
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د خپل کار په دفتر کې د افغانستان له پاره د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له استازي ښاغلي حسین اونی بوتسالي سره وکتل.
د ملي امنيت د شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر پر بیلابیلو اړخونو خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د رول او فعالیت پر زیاتیدو ټینګار وکړ.
بوتسالي وویل، چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر او ثبات له ټینګښت څخه ملاتړ کوي او په دې برخه کې يې د یاد سازمان د همکاریو او رول د زیاتیدو ژمنه وکړه.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د افغانستان د سولې بهیر په پیاوړتیا او د افراطیت په راکمولو، کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان همکاري مهمه و بلله او د دې سازمان د همکاریو د پراختیا غوښتنه یې وکړه.
په دې کتنه کې پر یو لړ نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې. پاىفضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته