په اشغالي اشدود ښار کې درې اسرایلیان ټپیان شوي
نړۍ، د وري ۱۳ مه، بهرنۍ رسنۍ
د اسرایلي رسنیو د راپورونو له مخې پرون یکشنبې ماښام د فلسطین په اشدود اشغالي ښار کې یوه فلسطیني درې اسرایلیان په چاقو وهلي او سخت یې ټپیان کړي دي.
د راپورونو له مخې حمله کوونکی د پولیسو په ډزو کې شهید شوی، خو ځینې نور وایي نیول شوی دی.
د دغه برید انګېزه لا معلومه نه ده.
دا په روانه اونۍ کې دویم د چاقو برید دی، چې پر اسرایلیانو ترسره کېږي.
دغه بریدونه وروسته تر هغې ډېر شوي، چې اسرایلي پوځيانو په اشغالي سیمو کې د بېګناه فلسطینیانو د نیولو او زورولو لړۍ چټکه کړه.