اسعد اباد باختر د زمري ۱۶ مه
د کونړ ولایت د اسمار ولسوالۍ په چپه کو سیمه کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان د خپل ماین د چاودنې له امله وژل شوي دي.
په ختیځ کې د۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي د باختراژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې، تیره ورځ دریو تنو وسله والو طالبانو غوښتل چې د اسمار ولسوالۍ د چپه کو سیمه کې په سړک کې ماین ځای پر ځای کړي ماین پرې وچاوديد درې تنه وسله وال په کې وژل شوي دي.پای/وصال