خبرونهاقتصادټولنه

په اسلام کلا ګمرک کې د څه باندې ۲۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

کابل، غبرګولي ۲۱مه، باختر
د هرات په اسلام کلا ګمرک کې د ۲۳۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرو د تمځای جوړولو پروژه پیل شوه.
باختر آژانس ته د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د موټرو دغه تمځای به په ۳۷ جریبه ځمکه کې په معیاري ډول ورغول شي او په ټولو اړینو آسانتیاوو لکه د اور وژنې سیسټم، شنه ساحه او برېښنایي سیسټم سمبال وي.
د یادې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودجې څخه ورکول کېږي او د رغولو چارې به يې د ملي پراختیا شرکت له لوري په ۱۴ میاشتو کې بشپړې شي.
ویل شوي چې د موټرو د یاد تمځای په جوړېدو سره به سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته د آسانتیاوو سربېره، د سوداګریزو توکو په طی مراحلو کې چټکتیا هم رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته