په اسعد آباد ښارکې دځانمرګي بريد مخه ونيول شوه .
کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٧
دملي امنيت موظفينو په کونړ ولايت کې يو ځانمرګى بريدګر ونيوه او په چاوديدونکو توکو بار موټر يې ترلاسه کړ .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :ددغه رياست موظفينو دحفيظ الرحمن په نامه يوشخص مخکې له دې چې دکونړ ولايت په مرکز اسعد آباد ښارکې ځانمرګى بريد وکړي ونيوه .
ده اعتراف کړى دى چې پوځي تعليمات او له ځانمرګو واسکټونو څخه استفاده يې په پيښور ښارکې دپنجابي ښوونکو له خوا زده کړي او دځانمرګي بريد په مقصد افغانستان ته استول شوى و .
په يوبل اقدام کې دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دکونړ ولايت د څوکې ولسوالى په مربوطاتو کې يو ډينا موټر چې په سلګونو چاوديدونکي فليتې دتروريستي فعاليتونو او دماينونو د جوړولو په خاطر پکې ځاى پرځاى شوي و کشف او ترلاسه کړي.