امنیت

په اسعدآبادکې په کابل بانک د بريد له امله څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر  دوري  پنځمه :
په کونړکې د کابل بانک په نمايندګۍ د ډار اچوونکو بريد د ډار اچوونکو په وژل کيدو سره پاى ته ورسيد.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل دباخترآژانس خبريال ته وويل: څلوروتنو يرغلګرو دکونړ ولايت په مرکز اسعدآباد ښارکې د کابل بانک د نمايندګۍ په دفتربريد وکړ .
د ده دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې لومړى يوه ځانمرګي يرغلګر خپل توکي ددغه بانک په نمايندګۍ کې وچول او دريو تنو نورو يرغلکرو له امنيتي ځواکونوسره په نښتې لاس پورې کړ.
د ده دڅرګندونو له مخې: د يرغلګرو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ له څوساعته نښتې وروسته ټول يرغلګر وځپل شول.
سيدخيل وويل: په دې پيښه کې دوه تنه پوليسان هم شهيدان شوي دي او درې تنه نور پوليسان ټپيان شوي دي .
دکونړ ولايت د امنيه قوماندان دڅرګندونو له مخې: په کونړکې دکابل بانک پنځلس تنه کارکوونکي په يوه خوندي خونه کې وو او هغوى ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته