کابل باختر دزمري دمياشتې ١٧ نيټه :
د لوګر ولايت په ازرې ولسوالۍ کې امنيتي اودفاعي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي .
د لوګر د ولايتي شورا مرستيال ډاکترعبدالولي وکيل د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: دپاکستاني جګړه مارانو په ګډون په لسګونو تنه وسله وال مخالفين له دوو ورځو را په دې خوا د لوګرولايت په ازرې ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه وکړل چې سيمې ته د کومکي ځواکونو په استولو سره اوس تر يوې اندازې پورې جګړه کمه شوې او د کوماندو ځواکونو د وسله والو طالبانو بريدونه شنډ کړي دي .
ده زياته کړه چې د امريکايي الوتکو د بمبارۍ له امله لس تنه امنيتي منسوبين او دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شوي دي.
دغه راز پنځه تنه نور پوځيان له وسله والوطالبانو سره په مخامخه جګړه کې شهيدان شوي او ويل کيږي چې تر اوسه پورې په دغو جګړوکې ٢٢ تنه امنيتي او دفاعي ځواکونه او شپږ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د لوګر د ولايتي شورا مرستيال وويل چې په دې جګړو کې د وسله والو طالبانو د سر د زيان دقيق شمېر معلوم نه دى، خو ويل کيږي چې په دې جګړوکې په لسګونو تنه وسله وال طالبان وژل شوي او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي دي او افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې دلوګر ولايت له مرکز سره د ازرې ولسوالۍ مواصلاتې لارې له زياتې مودې را په دې خوا تړلې دي او ددغې ولسوالۍ خلک له زياتو ستونزو سره مخامخ دي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل