امنیت

په ارګون ولسوالۍ کې د پير کوتي پر پوسته وسله والو ډله ييز برید کړی

ښرنه باختر د لړم د میاشتې ۵ مه
تېره شپه د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د پیرکوتې پر پوسته وسله والو مخالفانو  ډله ییز برید کړی چې له امله يې دولس تنه مخالفان وژل شوي او  اووه تنه نور یې ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي چې وروسته له درې ساعتونو نښتې وسله وال د امنيتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شوي دي چې پاتې کسان يې له سيمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې دغې نښتې شاوخوا درې ساعته دوام کړی چې له امله يې وسله والو ته سخت ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
ارین وايي چې د وسله والو مخالفانو يو شمېر درنې او سپکې وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي
دی وایي په نښته کې دوه تنه ملي پولیس هم ټپیان شوي شوي دي چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
د یادونې وړ ده چې ارګون د پکتيکاولايت يوه لرې پرته ولسوالۍ څخه ده چې وخت ناوخت په کې د وسله والو مخالفانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ ورته نښتې رامنځته کېږي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته