نړۍ

په اروپا کې نیمايی افغان پناه غوښتوونکي رد شوي.

برلین – دویجه– باختر د کب دمیاشتې ۳
د فدرالي آلمان د مهاجرت د ادارې ( بی . ای ام اف ) شمیرنې او ارقام ښیي چې یوازې د روان کال د جنوري په میاشت کې ددغه هیواد په سلوکې ۴۷،۲ پناه غوښتوونکي ددوی د دوسیو د څیړنې په بهیر کې، د پناه غوښتنې په شرایطو برابر پيژندل شوي دي.
د تیرې یوې میاشتې په بهیر کې له بیلا بیلو هیوادونو څخه ۵۲۱۰۳ تنو مهاجرینو د آلمان په ۱۶ ایالتونوکې د پناه غوښتنې غوښتن لیکونه وړاندې کړي دي.
سوریه له هغو لسو هیوادونو څخه چې یو په بل پسې يې د پناه غوښتنې غوښتن لیکونه وړاندې کړي دي ددغه فهرست په سرکې، او صربستان په پای کې ځای نیولی دی.
د روان کال په لومړیو دیرشو ورځو کې له ټول شمیر څخه ۲۷۳۰۶ تنو له سوريې څخه،۶۶۳۶ تنو له عراق څخه او ۴۹۴۹ تنو له افغانستان څخه د سندونو او مدارکو په وړاندې کولو سره په رسمي ډول په آلمان کې پناه غوښتې ده .
په دغه هیواد کې د روان کال په تیره میاشت کې د پناه غوښتنې له ۵۲۱۳۰ تنو غوښتوونکو څخه په سلو کی ۶۴ يي د پناه غوښتنې په شرایطو برابر پیژندل شوي دي.
د سوريې له ټولو پناه غوښتوونکو څخه په سلو کې ۹۶ يی منل شوي او په سلو کې ۴ يی رد شوي دي.
خو د روان کال د جنوري په میاشت کې ددغه هیواد په سلو کي کابو یوه اتباعو منفي ځواب ترلاسه کړی دی په آلمان کې د عراقي غوښتوونکو دمنل شویو کسانو شمیر په سلو کې ۸۸،۶ او د رد شویو کسانو شمیر په تیرکال کې په سلو کې ۱۱،۴ و .
ددغه هیواد د اتباعو په وړاندې د جنورې د میاشتې شمیرنې په منفي تګلوري کې په سلو کې صفر اعشاریه ۶ بدلون ښیې.
همدا اوس په اروپايی هیوادونو کې د لوړ شمیر پناه غوښتوونکو په لرلو سره له سوريې او عراق وروسته په دریم ردیف کې دي.
په تیر میلادي کال کې افغانستان په څلورم مقام کې و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته