نړۍ

په اروپا کې د پناه غوښتوونکوماشومانو د ژوند دخطرناکو شرايطو په باره کې ديونسف خبردارى

نيويارک ايرنا باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٦ :
دملګروملتو د ماشومانوصندوق ( يونسف ) په يوه رپوټ  کې دې ته په اشارې سره  چې  دمهاجرينو په سلوکې٩٠ ماشومان  د سرپرست  له لرلو پرته اروپايې  هېوادونو ته سفرکوي دکوربه هېوادونو له خوا دهغوى دسر دساتنې اوملاتړ غوښتنه کړې ده.
په اروپا کې ديونسف دمهاجرينودبحران  ددفتر دهمغږۍ مسوولۍ  مرى پيرپواريه  دسه شبنې په ورځ  د لارې په اوږدو کې دګام په ګام دخطرونوترعنوان لاندې ديو رپوټ په خپرولو سره  دهغو بې سرپرستو ماشومانو شمير چې دروان ميلادي کال په  لومړيو پنځو مياشتو کې د افريقا له شمال څخه ايټاليا ته تللې ده  اووه زره نهه تنه  يعنې  د تيرکال په پرتله دوه برابره بللى دى.
دې ماشومانو د برخليک په نسبت  د نړيوالې ټولنې په چوپتيا  په نيوکې سره  زياته کړې ده  چې  په لسګونو زرو تنه دغه ماشومان  هره ورځ  له جدي  خطرونو سره مخامخ دي  او په سلګونو  زره تنه نوردغه راز په دغه  شان  سفرونو په اقدام سره  هر راز خطر  آن د  خپل ژوندانه  له لاسه ورکولوته تيار دي .
دغه مقام  د هغو ناوړو استفادو په نسبت په خبرداري سره  چې دلالان يې  ددغو سفرونو په بهيرکې ددغو ماشومانو له ستړتيا اوستومانۍ څخه کوي  ددغه شان ناوړې استفادې په وړاندې دهغوى دساتنې لپاره دسملاسي اقدام غوښتنه کړې او ليکلي  يې  دي  چې  زياتره دغه ماشومان  او تنکي ځوانان ددغو سفرونو په بهيرکې ناوړو  استفادو او غيرانساني استثمار ته غاړې ايښودلو ته اړ کيږي .
پواريه په دغه رپوټ کې څرګنده کړه  چې  ٢٠١٥په  کال کې په ټوليزه توګه   ٣٧٧٠  تنه  دغه مهاجرين  له منځه تللي دي او دغه شمير  يوازې  د روان ميلادي  کال  دجنورۍ له لومړۍ نيټې څخه دجون تر پنځمې نيټې پورې ٢٨٠٩  تنه  و  چې زياتره يې بې سرپرسته ماشومان دي .
ددې دڅرګندونوله مخې :   په باوري  اطلاعاتي سرچينو دلاسبري دنه امکان په دليل  دتيريو  او اجباري کارونو دقربانيانو ، بيدرکه شويو کسانو او دوژل شويو کسانو  دشمير سم اټکل  شونى نه دى او ددې  ا مکان شته  چې دهغو ماشومانو  اوسنى شمير  چې دمديترانې له لارې اروپايي هېوادونو ته سفرکوي  يوازې  درښتيني شمير په کوچني  حد کې وي.نيويارک ايرنا باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٦ :

دملګروملتو د ماشومانوصندوق ( يونسف ) په يوه رپوټ  کې دې ته په اشارې سره  چې  دمهاجرينو په سلوکې٩٠ ماشومان  د سرپرست  له لرلو پرته اروپايې  هېوادونو ته سفرکوي دکوربه هېوادونو له خوا دهغوى دسر دساتنې اوملاتړ غوښتنه کړې ده.
په اروپا کې ديونسف دمهاجرينودبحران  ددفتر دهمغږۍ مسوولۍ  مرى پيرپواريه  دسه شبنې په ورځ  د لارې په اوږدو کې دګام په ګام دخطرونوترعنوان لاندې ديو رپوټ په خپرولو سره  دهغو بې سرپرستو ماشومانو شمير چې دروان ميلادي کال په  لومړيو پنځو مياشتو کې د افريقا له شمال څخه ايټاليا ته تللې ده  اووه زره نهه تنه  يعنې  د تيرکال په پرتله دوه برابره بللى دى.
دې ماشومانو د برخليک په نسبت  د نړيوالې ټولنې په چوپتيا  په نيوکې سره  زياته کړې ده  چې  په لسګونو زرو تنه دغه ماشومان  هره ورځ  له جدي  خطرونو سره مخامخ دي  او په سلګونو  زره تنه نوردغه راز په دغه  شان  سفرونو په اقدام سره  هر راز خطر  آن د  خپل ژوندانه  له لاسه ورکولوته تيار دي .
دغه مقام  د هغو ناوړو استفادو په نسبت په خبرداري سره  چې دلالان يې  ددغو سفرونو په بهيرکې ددغو ماشومانو له ستړتيا اوستومانۍ څخه کوي  ددغه شان ناوړې استفادې په وړاندې دهغوى دساتنې لپاره دسملاسي اقدام غوښتنه کړې او ليکلي  يې  دي  چې  زياتره دغه ماشومان  او تنکي ځوانان ددغو سفرونو په بهيرکې ناوړو  استفادو او غيرانساني استثمار ته غاړې ايښودلو ته اړ کيږي .
پواريه په دغه رپوټ کې څرګنده کړه  چې  ٢٠١٥په  کال کې په ټوليزه توګه   ٣٧٧٠  تنه  دغه مهاجرين  له منځه تللي دي او دغه شمير  يوازې  د روان ميلادي  کال  دجنورۍ له لومړۍ نيټې څخه دجون تر پنځمې نيټې پورې ٢٨٠٩  تنه  و  چې زياتره يې بې سرپرسته ماشومان دي .
ددې دڅرګندونوله مخې :   په باوري  اطلاعاتي سرچينو دلاسبري دنه امکان په دليل  دتيريو  او اجباري کارونو دقربانيانو ، بيدرکه شويو کسانو او دوژل شويو کسانو  دشمير سم اټکل  شونى نه دى او ددې  ا مکان شته  چې دهغو ماشومانو  اوسنى شمير  چې دمديترانې له لارې اروپايي هېوادونو ته سفرکوي  يوازې  درښتيني شمير په کوچني  حد کې وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته