په ارزګان کې په دوو جلا جلا چاودنو کې څوارلسو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر  دتلي نولسمه :
په ارزګان ولايت کې  ددوو پرله پسې چاودنو له امله څوارلسو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته .
  دغه پيښه پرون  دارزګان ولايت  د چوري ولسوالۍ  د انعام په کلي کې  هغه وخت رامنځته شوه چې  دملکي وګړو  دسپرلۍ کاروان  په سړک کې په دوو ښخ کړي شويو ماينونو وخوت .
  دارزګان دوالي ويندوى دوست محمد ناياب دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو چاودنو کې درې تنه ملکي وګړي شهيدان او يوولس تنه نور ټپيان شول .
درارسيدلو خبرونو له مخې ،  دغه ملکي وګړي  دڅو کورنيو غړي و  چې دتفريح لپاره  يوه تفريح ځاى ته روان و .
دارزګان دوالي وياند وسله وال طالبان  ددغه بمي بريد  مسوول وبلل.
  ده وويل  چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې  اونيولو لپاره  هلې ځلې پيل شوي دي .
  په همدې حال کې  دارزګان ولايت په يوه روغتيايي مرکز کې ډاکترانو ددغې پيښې  دڅه ناڅه پنځو تنو ټپيانو  روغتيايي حالت خراب وباله .
  په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره  په ګڼ ميشتو سيمو او لارو کې دبمونو او ماينونو  په ښخولو لاس پورې کوي  هغه اقدام چې زياتره  ملکي وګړي  پکې قرباني کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته