په ارزګان کې يوه ځوان د خپلې کورنۍ شپږ تنه غړي په ډزو سره ووژل

کابل – باختر دتلې دمياشتې١٦
په ارزګان ولايت کې يوه ځوان سړي نن د خپلې کورنۍ شپږ تنه غړي په ډزو سره ووژل.
دغه پيښه د ارزګان ولايت په ترينکوټ ښارکې د دغې کورنۍ د غړو ترمنځ له ناندرو وروسته رامنځته شوه.
پوليس وايي چې يرغلګر رحيم الله له خپل پلار سره له ناندرو وروسته په هغه او د خپلې کورنۍ په نورو غړو ډزې وکړې.
په دې پيښه کې د يرغلګر پلار ، ورور، او وراره له خورسره يې او د خپلې کورنۍ له دوو تنو نورو غړو ښځو سره ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
د ارزګان د والي وياند دوست محمدناياب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې رحيم الله د خپلې کورنۍ د شپږ تنو غړو له وژنې وروسته له پوليسو سره د ډزو په بهيرکې ووژل شو.
ناياب وايي چې يرغلګر د امنيتي مامورينو امرته پاملرنه ونه کړه او په هغوى يې ډزې وکړې؛ له دې امله پوليسو په هغه متقابلې ډزې وکړې او وژل شو.
تراوسه پورې د دغې مرګانې پيښې اصلي انګيزه روښانه نه ده.
د ارزګان پوليس وايي: په دې اړوند يې تحقيقات پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته