په ارزګان کې د ماين د چاودنې له امله د يوې کورنۍ څلورتنه غړي ووژل شول .
کابل- باختر د ثور يوولسمه :
په ارزګان ولايت کې د ماين د چاودنې له امله د يوې کورنۍ څلورتنه غړي ووژل شول .
په دې پيښه کې د ښځو په ګډون د دغې کورنۍ اووه تنه نورغړي ټپيان شوي دي .
دچارچينو ولسوالۍ په ساخترسيمه کې چاودنه تېره شپه هغه وخت وشوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ يو موټر په واټ کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت .
د ارزګان ولايت د چارچينو ولسوال محمد اسماعيل باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې درې ماشومان او يو سړى وژل شوى دى او د دريو ښځو په ګډون، اووه تنه نور ټپيان شوي دي .
د چارچينو ولسوال، وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې امنيتي مامورينو ددغې خونړۍ پيښې دعاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره ځانګړي عمليات پيل کړي دي .
په همدې حال کې ډاکترانو ددغې پيښې د پنځوتنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره په ګڼ ميشتو لارو او سيموکې د بمونو او ماينونوپه ښخولو لاس پورې کوي؛ هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې وژل کيږي .