امنیت

په ارزګان کې د طالبانو د جنګي وسايلو يوه ډيپوکشف شوه

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٨ :
د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو  يوه ډيپو نن په ارزګان ولايت کې کشف شوه .
دغې ډيپو د چارچيو ولسوالۍ بازار ته څېرمه د طالبانو يوه پټنځي ته څېرمه  موقعيت درلود.
د ارزګان ولايت يوه سيمه ييز مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغې ډيپوکې د لاسي بمونو او ماينونوپه ګډون يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل  او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
ده وويل چې يرغلګرو له دغې ډيپو څخه په خپلو تروريستي بريدونوکې استفاده کوله  .
ويل کيږي چې د دغې ډيپو د ساتنې په اړوند څوک نه دى نيول شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته