په ارزګان کې دملي امنيت د دوو کارکوونکو او يو پوليس وژل کيدل.

کابل – دمرغومې اوولسمه :
دارزګان ولايت دملي امنيت دوه تنه کارکوونکې او يو پوليس دماين دچاودنې له امله و وژل شول.
ددغې چاودنې له امله چې  پرون مازيګر دخاص ارزګان په ولسوالۍ کې وشوه دملي پوليسو يو سرتيرى ټپي شو پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې ددغو پوځيانو دسپرلۍ موټر په داسې حال کې چې دترينکوت دښآر په لور روان و دخاص ارزګان دولسوالۍ په مربوطاتو کې په يو ايښودل شوى ماين وخوت.
دارزګان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمرمحمد اسلم باختر آژانس ته وويل : چې ددغې چاودنې له امله دملي امنيت دوه تنه کارکوونکې او يوپوليس وژل شوي او يوبل پوليس ټپي شوى دى.
خو دارزګان دملي امنيت رييس جنرال خان محمد چاودنه تاييدوى خو په دې پيښه کې دخپلو دوو تنو منسوبينو دوژل کيدو په باب بي خبري څرګندوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته