امنیت

په ارزګان کې دجنګي وسايلو ديوې سترې زيرمې کشفول

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٠ :
په ارزګان ولايت کې دياغي طالبانو دجنګي وسايلو يوه ستره زيرمه کشف شوه.
دغه زيرمه دترينکوټ ښارله مربوطاتو څخه دافغان ځواکونو دعملياتو په بهيرکې کشف شوې ده.
دارزګان ولايت دملي امنيت  يو خبرځاى باختراژانس ته وويل:  له دغې زيرمې څخه دکلاشينکوفونو ، توغندي ويشتوونکو ،  دهاوان دماينونو اولاسي بمونو په شان په سلګونو سپکې اودرندې وسلې اومهمات ترلاسه شوي دي .
ده وويل چې طالبانو له دغې زيرمې څخه دخپلو ترورستي بريدونو دترسره کولو په خاطر استفاده کوله .
ويل کيږي   ددغې زيرمې دکشفولو په بهيرکې ياغيان په سيمه  کې نه و.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته