په اتو صنعتي پارکونو کې ځمکه وېشل کېږي
کابل / د چنګاښ ۷مه / باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګونې د جذبولو په موخه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې په اتو صنعتي پارکونو کې د پانګه والو لپاره وېش ته ځمکه چمتو کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ دغه وزارت په کابل کې د باريک آب صنعتي – زراعتي، د هرات د صنعتي ښارګوتي د څلورم فاز، د خوست د سموات بڼ، د ميدان وردګو د تخت غاښي، د ننګرهار د حصار شاهي، د قندهار د شوراندام، د لوګر د محمدآغې او د پکتيا د دشت رباط صنعتي په پارکونو کې پانګه والو او صنعت کارانو ته ځمکه وېشي.
دغه راز په نږدې راتلونکي کې پر ۱۵ هغو شرکتونو چې سندونه یې څېړل شوي دي، د اقتصادي عالي شورا تر منظورۍ وروسته به پر هغوى ځمکه ووېشل شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پانګه والو او صنعتکارانو ته د لازمو اسانتياوو د برابرولو په موخه په پنځو ولايتونو کې د پنځو صنعتي پارکونو د جوړولو بنسټيز کارونه پيل کړي دي.
ختم-ج –ا