په ابو نصر فراهي بندر کې د نږدې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت دوه ګودامونه جوړ شول

کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر
د فراه ولایت په شیخ ابو نصر فراهي بندر کې د ۳۹ میلیونه افغانیو په لګښت د سوداګرېزو توکو د سانتې او خوندیتوب لپاره دوه ګودامونه او یو برج جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د مالیې وزارت د ګمرکونو د پروژو د طرحې آمر انجینر عبیدالله عبید باختر آژانس ته وویل، چې دغه ګودامونه د مالیې وزارت له انکشافي بودیجې تمویل شوي، چې هر یو یې د ۱۰۰ مټریک ټنه سوداګرېزو توکو د ذېرمه کولو ظرفیت لري.
د ده په وینا، د یادو پروژو د کار په مهال د سیمې ۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
سیمه‌ییز سوداګر او مسوولین د ورته نورو ګودامونو د جوړېدو غوښتنه کوي، ځکه چې شته ګودامونه د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته