نړۍ

په آلمان کې دپناه غوښتوونکو په يوبل استوګنځي ته اور واچول شو.

برلين – دويچه له- باختر د کب دمياشتې ٣
دآلمان دختيځ ايالت زاکسن په باوتسن ښار کې دپناه غوښتوونکو يوه استوګنځي ته پرون اور واچول شو.
داورلګيدنې په وخت کې زياترو خلکو په خوشحالې سره ددغې سيمې دسوځولو په خاطرجشن جوړ کړ.
د زاکسن ايالت دپوليسو وياند و ماس کناوپ تاييد کړه چې دغه استوګنځى پخوا دښار په مرکز کې د اور ګاډي تمځې ته څيرمه دهوسارنهوف په نامه يو هوتل و .
ټاکل شوې وه دغه ځاى د روان ميلادي کال دمارچ له مياشتې وروسته دپناه غوښتوونکو استوګنځى شي.
ويل کيږي د اور وژنې له شپږ ومرکزونو څخه اويا تنه کارکوونکي د اور وژنې لپاره په سيمه کې حاضر شوي و او په دې بريالي شول چې داستوګنې کورونو ته د اور دپراختيا مخه ونيسي.
پوليسو څو تنه نشه يي کسان چې دپيښې سيمې ته څيرمه په خوشحالې سره ددغې پيښې په اړوند شعارونه ورکول پيژندلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته