اقتصاد

په آقينه بندرکې د تاسيساتو او د اوسپنې پټلۍ د جوړولو د پروګرام طرحه بشپړيږي

کابل باختر دزمري  نولسمه :
د لاجوردو د اوسپنې پټلۍ اتمه غونډه نن د ګډو ګټو په هېوادونوکې دجمهور رييس د خاص استازي او د جمهوري رياست دلومړي مرستيال د ستر سلاکار محمد شاکر کارګر په مشرۍ د صدارت د ګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه .
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې غونډه کې په آقينه بندرکې د تاسيساتو او د اوسپنې پټلۍ د جوړولو د پروګرام د طرحې د بشپړولو په باب خبرې او لازمې څيړنې وشوې .
د غونډې په پيل کې کارګر د خبرو په ترڅ کې په دې اړوند د دولت د پروګرامونو په باب رڼا واچوله او ويې ويل چې ددغه پروګرام تحقق له اروپايي هېوادونوسره د تجارتي معاملو له پلوه په هېوادکې زياتره ستونزې حل کوي او په افغانستان کې د اقتصادي  پراختيا او ودې سبب کيږي .
ده زياته کړه چې د لاجوردو د اوسپنې پټلۍ  پرانستل د اوسپنې او د نورو بندري تاسيساتو د نشتوالي له پلوه د افغانستان يولړ ستونزې او اړتياوې لرې کوي او په هېوادکې د سوداګرۍ  د چارو د ګړندي کيدو سبب کيږي .
وروسته د لاجوردو د اوسپنې پټلۍ د پرانستلو په اوومه غونډه کې د سپارلو شويو دندو د اجرا کولو په باب د غونډې د غړو رپوټ برخه والو ته وړاندې شو او د کاري پروګرام د اړخونو په باره کې له مفصلو خبرو اترو وروسته وپتيل شوه چې د واټ او د آقينه بندر د نورو تاسيساتو د جوړولو په باب د غونډې وړانديز د موضوع د استعجاليت په پام کې نيولو سره د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست مقام ته وړاندي شي چې په دې باب د جمهور رييس له  تصميم وروسته په دغه بندرکې ساختماني کار پيل شي .
په آقينه بندرکې د لاجوردو د اوسپنې پټلۍ پرانستل په هېوادکې د سوداګرۍ د چارو د لازيات سمون او پرمختګ سبب کيږي او د نوامبر په مياشت کې په پرانستلو سره يې په لومړي کال کې درې مليونه ټنه تجارتي مالونه له دغې لارې  وارد او صادريږي او په راتلوونکو کلونوکې دغه ظرفيت په کال کې لسو مليونو ټنو ته لوړيږي .
د لاجوردو لاره افغانستان د آقينه بندر له لارې له اروپايي هېوادونو او د تور سمندرګي او د بالستيک د حوزو له هېوادونوسره نښلوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته