په آسیا کې د ملګرو ملتونو عمومي رییس: له اسلامي امارت سره د ستونزو په هواري کې له خپل ټول توان څخه کار اخلو

کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر

په آسیا کې د ملګرو ملتونو عمومي رییس بیوسمت او ورسره پلاوي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو له معین او د هرات له مرستیال والي مهاجر فراهي سره په کتنه کې وویل چې له اسلامي امارت سره د ستونزو په هواري کې له خپل ټول توان څخه کار اخلو.

په دې کتنه کې  مهاجر فراهي په دولتي روغتونو کې د اسانتیاوو له نشتوالي څخه یادونه وکړه او ویې ویل چې بنسټونه باید د روغتیا په برخه کې همکاري وکړي او په دغه ولایت کې روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي همدا رنګه د خلکو پر اقتصادي حالت د وچکالۍ د اغېزو يادونه وکړه او له کروندګرو سره يې د کېمیاوي سرو د وېش، د عصري اسانتياوو د برابرولو په برخه کې د مرستې ترڅنګ یې هېواد ته له راستنو شويو کډوالو سره په مرسته کولو ټينګار وکړ.

په ورته وخت کې په آسیا کې د ملګرو ملتونو عمومي رییس بیوسمت وویل چې له اسلامي امارت سره د ستونزو د هواري لپاره به له خپل ټول توان څخه کار اخلي.

نوموړي زیاته کړه چې دا مهال د ملګرو ملتونو اړوند سازمانونو ټیمونه د تورخم او اسلام کلا بندر کې له کډوالو سره د مرستې لپاره ګومارل شوي دي.

بیوسمت د افغانستان د اغېزمن امنیت په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د ښه امنیت له امله موږ توانېدلي یو چې خپل خدمتونه د هېواد ټولو برخو ته پراخ کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته