سیاست

په آسیایي ټولنه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب ډاکټر زلمي رسول وینا

کابل باختر د تلي څلورمه :
په آسیایي ټولنه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت
د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب ډاکټر زلمي رسول
وینا
نیویارک- د ۱۳۹۲ لمریز کال د تلی ۱ نیټه
جلالتمآب ښاغلی ټام نګورسکي،
جلالتمآب ښاغلی ټام فریسټن،
جلالتمآب ښاغلی جان هکین بیري، د ملي رادیو د سهارنۍ خپرونې ټیک اوی کوربه
خوږ ملګرو، آغلو او ښاغلو،
د نننۍ ورځې پروګرام د تنظیم له امله غواړم چې د ښاغلي فریسټن، ښاغلي هکین بیري او په آسیایي ټولنه کې د ټولو ملګرو او همکارانو څخه د ډیرې مننې او قدردانۍ کولو نه یې پیل کړم. د  نړیوال شهرت لرونکي او باور لرونکي بنسټ په توګه، آسیایي ټولنې د نړۍ، په ځانګړې توګه زمونږ د برخې په نړۍ کې، د ډیرو مهمو موضوعګانو په پوهاوي کې له زمونږ سره مرسته کړیده. زما لپاره د ډیر ویاړ ځای دی چې راته له تاسې سره د خبرو کولو فرصت پیدا شو او په افغانستان کې د حالاتو په اړه درسره د نظریاتو تبادله وکړم.
باورمن یم چې زما لپاره د نننۍ ورځې د خبرو اترو د پیلولو ګټوره لار په تیرو دولسو کلونو کې د افغانستان د حالاتو په اړه، تاسې ته لنډ مالومات درکول دي، چې د ۲۰۰۱ په وروستیو کې د طالبانو رژیم د راپرزیدو راهیسې ده او بیا به وروسته مونږ ټول لا آزاد او ژور بحث ته ادامه ورکړو.
البته، همداراز به خوشحاله شم چې ستاسو پوښتنو ته ځوابونه درکړم.
آغلو او ښاغلو،
غواړم چې د ۲۰۰۱ څخه یو قدم مخکې لاړ شم کله چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په نظامي مرستې افغان ولس د طالبانو رژیم راوپرزاوو. غواړم د هغې په اړه لنډ مالومات درکړم، یواځې په دې موخه چې د افغانستان وروستي تاریخ ته اشاره وکړم چې زمونږ د تیرو دری لسیزو نه زیات تاریخ له ډیرو کړاوونو او دردونو ډک دی چې لامل یې په اتیایمه لسیزه کې بهرنی یرغل، د نوییمې لسیزې په لومړۍ نیمایي کې تپل شوې کورنۍ جګړه او د افغانستان لپاره د دغې بد مرغې لسیزې په وروستۍ برخه کې د طالبانو د رژیم حاکمیت دی.
د تاریخ د دې وروستیو وختونو په پایله کې، مونږ بې شمیره مرګ ژوبله او ویجاړي ګاللې ده. د یو میلیون څخه زیات افغان وګړي وژل شوي او د پنځو میلیونو څخه زیات ګاونډیو او لرې هیوادونو ته تللي دي. په ځانګړې توګه د غم لړلې نويیمې لسیزې په لړ کې، افغانستان د سیمې او ټولې نړۍ نه د یوې لسیزې څخه زیات وخت په تیاره کې پاتې شو. زمونږ د فزیکي زیربناء د ویجاړۍ برسیره، دغو جنګ جګړو زمونږ د هیواد اړین بنسټونه له منځه ویوړل. د دغو کلونو په ترڅ، زمونږ خلکو سخته بیوزلي، فزیکي وحشت، او د خپل راتلونکي په اړه ناهیلي او بې باوري ګاللې ده.
آغلو او ښاغلو،
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم د راپرزیدو وروسته، مونږ په خپل زرین تاریخ کې یو نوی فصل خلاص کړ.
په تیرو دولسو کلونو کې د بې شمیره ننګونو او ستونزو سره سره، د افغان ولس د ټینګ هوډ او د جمهور رئیسجلالتمآب حامد کرزي د ځیرک او باشهامته مشرتوب له امله، او د نړیوالې ټولنې په ټینګې مرسته سره مو په افغانستان کې د خپلو سیاسي، اقتصادي او امنیتي سیستمونو د بیرته رغولو په برخه کې مهم ګامونه پورته او په بیلا بیلو برخو کې مو تاریخي لاسته راوړنې درلودلې دي.
مونږ په افغانستان کې پر دغو مثبتو لاسته راوړنو ویاړ کوو، غواړم تکرار یې کړم چې اساساً د افغان ولس د ډیرو سرښندنو او قربانیو او د نړیوالې ټولنې او متحدینو د سرښندونو او سخاوتمندانه مرستو پایله ده. مونږ نن ورځ پر خپلې ځوانې ولسواکۍ ویاړوو، مونږ یو ټاکل شوې جمهور رئیس، یو ټاکل شوې پارلمان او په خپلو دیرشو ولایتونو کې ټاکل شوې ولایتي شوراګانېلرو. په دغه حساس وخت کې، افغان حکومت او خلک راتلونکې کال د جمهوري ریاست دریمو تاریخي ټول ټاکنو ته تیارې نیسي چې زمونږ په ملت کې به د ډیموکراټیکه حکومتوالۍ اصول او لارې چارې لا پیاوړې کړي، او د یوه ټاکل شوي جمهور رئیس نه په لومړي ځل په ډیموکراټیکه، سوله ییزه توګه بل جمهور رئیس ته واک ولیږدوي.
د ستونزمنو حالاتو سره سره افغان ولس په ټول هیواد کې د راتلونکي کال جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ته ډیره لیوالتیا لري، چې د ځوانې ډیموکراسۍ د ټینګښت په برخه کې زمونږ د وګړو د مثبت هوډ ثبوت دی.
نن په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي څانګو کې ښځې او نجونې په پراخه کچه شتون لري او زمونږ د هیواد لپاره یو ښه ځواک دی.
نن ورځ زمونږ ۱۰ میلیونه نه زیات ماشومان ښوونځي ته ځي- زمونږ په تاریخ کې ساری نلري- چې له ۴۰ سلنه زیاتې نجونه دي. دغه شمیر په ۲۰۰۱ کال کې له یو میلیونه نه لږ وو. زمونږ په لسګونو زره ځوانان- هلکان او نجونې- په ټول هیواد کې د ۷۰ نه زیاتو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې زده کړې کوي. نن زمونږ د ۷۰ سلنه زیات وګړي اساسي روغتیایي خدمتونو ته لاس رسې لري. په ټول هیواد کې مو په زرګونو کیلومتره سرکونه او پلونه جوړ کړیدي، او په خپل هیواد کې مو د بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه برابره کړیده. دغه لاسته راوړنې د نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو له مرستې پرته ناشونې وې.
آغلو او ښاغلو،
اوس غواړم د افغانستان د ځینو مهمو لومړیتوبونو په اړهچې اوس مهال مو تر لاسه لاندې نیولې دي، تاسې ته لنډ خو پراخه طرحه وړاندې کړم.
لومړۍ نقطه چې غواړم په اړه یې خبرې وکړم هغه په افغانستان کې دمګړې ترلاسه لاندې امنیتي لیږد دی، چې دوه کاله وړاندې په اوړۍ کې پیل شوې او د راتلونکي کال تر پایه به په بشپړه توګه پایته ورسیږي. په حقیقت کې، د امنیتي لیږد مهم پړاو چې له خپلو نړیوالو متحدینو سره مو د روان کال په جولای میاشت کې پایته ورساوه، اوس افغان ځواکونه – نه بهرني ځواکونه- دي چې په ټول افغانستان کې نظامي عملیات پر مخ وړي.
افغانستان کې د امنیت غټ انځور ته په کتو سره، د لیږد بهیر ستراتیژیک او تاکتیکي بریالیتوب ثابت کړ. د لیږد بهیر افغان ملي واکمني او د خپلو چارو ملکیت پیاوړې کړ، او افغان ولس د یوه مهم زیار په توګه ومانه. دا یو واقیعت دی چې د افغان سرتیرو او پولیس افسرانو مرګ ژوبله زیاته شوی، خو مونږ ته د امنیت، پرمختګ او پرمختیا په برخه کې د باتورو او هیواد پاله افغانانو د ژمنې ښکارندوینه کوي.
ډاډمن یو چې د نړیوالې ټولنې او ملګرو په جاري مالي مرستېبه – چې مونږ ورته په واقیعت سره اړتیا لرو- چې په برخه کې یې د نړیوالې ټولنې څخه واضح او ټینګه ژمنه له ځان سره لرو، افغان ملي امنیتي ځواکونهوکولای شي چې داخلي امنیت ټینګ او ۲۰۱۴ په پای کې کله چې د لیږد بهیر بشپړ شي افغانستان له بهرنیو ګواښونو نه وساتي.

آغلو او ښاغلو،
په تیرو دریو کلونو کې مو د لیږد بهیر بنسټ کیښود چې له لارې یې له نړیوالې ټولنې سره اوږد مهالې ستراتیژیکې همکارۍ ته لار هواره شوه او له خپلو ګاونډیانو او ټولې سیمې سره مو د باور جوړونې او د پایلې لرونکې همکارۍ د نویو بڼو د پيدا کولو هڅه وکړه. د تیرو دریو کلونو په لړ کې مو له هند، امریکا متحده ایالاتو، آلمان، آسترالیا، ایټالیې، بریتانیې، فرانسې، ناروې، فنلنډ، ډنمارک او پولنډ سره د ستراتیژیکو همکاریو اوږد مهاله مهم تړونونه لاسلیک کړل. همداراز مو د دغه څیر تړونونو په اړه له اروپایي ټولنې، ترکیې او متحده عربي اماراتو سره اوس مهال مذاکرات روان دي، او د امریکا متحده ایالاتو سره مو د دوه اړخیز امنیتي تړون په اړه چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به یو شمیر امریکایي ځواکونو ته په افغانستان کې د شتون زمینه برابره کړي، اوږده او پیچیده مذاکرات ترسره کړیدي. مونږ باور لرو د امریکا متحده ایالاتو سره دوه اړخیز امنیتي تړون چې زمونږ واکمني، خپلواکي او کلتور ته به پکې بشپړ درناوی کیږي او زمونږ ملي امنیتي ځواکونه او د دوی وړتیا به غښتلې کوي، د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو په ګټه دی، ځکه چې دا به په دغې حساسه سیمه کې زمونږ د ګډ امنیت په برخه کې اغیزمنه جاري پانګونه وي. افغان حکومت د امریکا متحده ایالاتو سره د دغه ډول تړون زر تر زره لاسلیک ته لیوالتیا لري.
آغلو او ښاغلو:
د امنیتي تړون سربیره، مونږ له طالبانو او نورو وسلوالو ډلو سره د خبرو اترو سیاسي بهیر د مخته وړلو هڅې تعقیبوو، ځکه مونږ پوهیږو سیاسي بهیرد افغان ولس چې د نورو خلکو نه زیات د سولې او امنیت مستحق دي، د دایمي او پرتمینې سولې لپاره تر ټولو یقیني لار ده.
ځکه نو د طالبانو او د وسلوال اپوزیسیون له نورو ډلو سره د سولې او پخلاینې ملي بهیر تعقیبول د افغان ولس لپاره یو اړین لومړیتوب دیچې په افغانستان کې د ټولو سیاسي ډلو ټپلو او خلکو پراخ او ټینګ ملاتړ له ځان سره لري.
مونږ د سولې بهیر هم تعقیبوو ځکه چې د طالبانو په لیکو کې داسې میلان شته چې د دغسې سیاسي بهیر اړتیا درک کوي.
په دې وروستیو کې، د سولې په بهیر کې د پاکستان د نوي حکومت د مرستندویه دریځ او د یکشنبې په ورځ له زندانه د ملا برادر د خوشې کولو لومړي ګام هیله من کړي یو.
د افغانستان د سولې بهیر د پیاوړتیا په برخه کې د پاکستان مهم رول د هغه ملاتړ یوه روښانه بیلګه ده چې د افغانستان ګاونډیان او د سیمې نور هیوادونه په ځانګړې توګه اسلامي هیوادونه یې کولای شي د افغانستان د سولې په بهیر کې وکړي.
غواړم چې په افغانستان کې یوه بل مهم لیږد یعنی اقتصادي لیږد ته په لنډه توګه اشاره وکړم. دا لیږد د ټولو لیږدونو یو مهم عنصر جوړوي ځکه مونږ پوهیږو کله چې نړیوال ځواکونه خپلو هیوادونو ته ستانه شي امنیتي لیږد به یوه اقتصادي اغیزه ولري او بهرني نظامي لګښتونه چې په تیره لسیزه کې د یو لوی شمیر افغانانو د اقتصادي فعالیتونو یوه مهمه برخه جوړوي، به په ټول هیواد کې لږ شي.
د دغه اقتصادي تنزل ځینې برخه به د نړیوالې پرمختیایي مرستې له لارې جذب شي. په دې تړاو، په ټوکیو کې د افغانستان په اړه یوه نړیوال پرمختیایي کنفرانس د تیرکال د جولای په میاشت کې په راتلونکو دریو کلونو کې د ۱۶ ملیاردو ډالرو ژمنه وکړه( مهمه مرسته ده چې مونږ یې د زړه له کومې مننه کوو) څو زمونږ د بودجې پیشبینې شوې مالي تشه کې مرسته وکړي.
خو مونږ همداراز هڅه کوو چې خپل ملي اقتصادی جوړ او د خپل ملي اقتصاد په بیلا بیلو برخو کې د پانګونې د جلب له لارې د اوږد مهال لپاره د ځان بسیاینه ډاډمنه کړو.
په دې برخه کې مونږ د کرنې او طبیعي زیرمو په ګډون، په خپلو مهمو صنعتونو او سکتورونو کې د پانګونې جذب ته ځانګړې پاملرنه کوو.
زمونږ د کانونو د قیمتي مینرالونو او هایډرو کاربنو قیمت زرونه ملیارده ډالر اټکل شوی ده، چې کولای شي په راتلونکو لسیزو کې زمونږه اقتصادي وده وساتي.
آغلو او ښاغلو،
وروستۍ موضوع چې ستاسو پوښتنو او نظریو د اوریدلو څخه وړاندې زه غواړم پرې ټینګار وکړم هغه سیمه ییزې همکارۍ دي. د سویلي آسیا، مرکزي آسیا او منځني ختیځ ترمنځ د ځمکني پله په توګه افغانستان کولای شي زمونږ په سیمه کې د اقتصادي او سیاسي همکاریو په برمختیا او وده کې یو بنسټیز رول ولوبوي.
له دې کبله، په افغانستان کې سوله، امنیت او ثبات په سیمه کې د اقتصادي همکاریو او یووالي لپاره له شک پرته ډېر ارزښت لري او همداراز زمونږ د خلکو په ګټه او هوساینه هم ده.
له خپلو ترکي ملګرو ، د افغانستان نږدۍ ګاونډیانو او نورو سیمه ییزو هېوادونو سره یو ځای مونږ په ۲۰۱۱ کال کې د باورجوړونې او پایله لرونکي همکاریو لپاره د آسیا په زړه کې د استانبول بهیر په لاره واچوله.
چې د دې بهیر د وزیرانو دوه پرلپسې غونډې یو یې  تېر کال په کابل او بل یې سږ کال د اپریل په میاشت کې د قزاقستان په آلماتا کې جوړه شوې وه.
که څه هم دغه بهیر لا اوس هم کمال ته د رسېدو په حال کې دی، خو دا د یوه با مفوهمې غونډې په توګه د ځانګړو باور جوړونو تدبیرونو په اړه د خبرو لپاره بدلون موندلی او د پام وړ پرمختګ یې کړی دی.
د استانبول بهیر په اړه یوه مهمه موضوع داده چې دغه بهیر قصد نه لري چې د اوسني شته ابتکاراتو او هڅو ځای ناستی او یا هغه تکرار کړي، خو غواړي چې هغوی بشپړ او پیاوړی کړي او د هغوی ترمنځ همغږي رامنځته کړي په ځانګړي توګه چې افغانستان سره تړلي دي. مونږ د استانبول بهیر د لوړپوړو کارکوونکو غونډه پرون په نیویارک کې دایره کړه چې د دې بهیر راتلونکی غونډه به په راتلونکي دوبي کې د چین د خلکو په جمهوریت کې ترسره شي چې دا به د دې بهیر د اړیکو او موخو د تامین او د اهمیت نښه وي.
زه به په دې اړه ستاسو د ویناوو اوریدو ته په تمه و اوسم. ستاسو څخه مننه.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته