په آزمایښتي ډول د هوشمند میټرونو د لګولو درېیم هوکړه لیک لاسلیک شو
کابل/باختر/ د غبرګولي دمياشتې ۸ مه
د افغانستان برېښنا شرکت لوی اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب د زاسو کمپنۍ له رئیس انجنیر ذبیح الله زوری سره د هوشمند میټرونو د لګولو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
باخترآژانس ته په رارسیدلې خبرپاڼه کې ویل شوي دي:
د دغه هوکړې له لاسلیک وروسته به د کابل ولایت د څلورم جنکشن په سرای غزني سیمه کې په آزمایښتي ډول هوشمند میټرونه ولګول شي، که چیرې دا میټرونه مثبته پایله ورکړي، نو د هوشمند میټرونو د لګولو بهیر به په ټول هېواد کې پیل شي او د انرژۍ د مصرف د ثبت، د برېښنا د لګولو د کنټرول، د برېښنا لګولو د تفصیلاتو، د سرغړونو د مخنیوي، د ریموټ په واسطه د میټرونو د کنټرول، د یوه میاشتني میټر لوستلو ستونزه هواره او د څو تعرفوي سیستم د ورکړې په برخه کې به اسانتیاوې رامنځته کړي.
غالب د دغه هوکړه لیک له لاسلیک کول وروسته وویل چې په آزمایښتي ډول دا هوشمند میټرونه د پانګه اچونکې کمپنۍ له خوا د برېښنا پیریدونکو ته په وړیا ډول لګول کېږي او له پیریدونکو پیسې نه اخیستل کیږي.
بل لورته نړیوال بانک هم د هوشمند میټرونو په برخه کې د ۱۴ میلیونو ډالرو د ورکړې ژمنه کړې چې د تدارکاتي پړاوونو له بشپړلو وروسته به د هرات ولایت رهایشي پیریدونکو، دولتي ادارو او سوداګریزو ځایونو کې د هوشمند میټرونو لګول پکې شامل دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د افغانستان برېښنا شرکت له (NIK) او لونا کمپنیو سره په آزمایښتي ډول د ۱۰۰،۱۰۰ هوشمند میټرونو د لګولو هوکړه لیکونه لاسلیک کړی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت غواړي له برېښنا څخه د ګټې اخیستلو د کنټرول سیستم جوړولو، د برېښنا رسونې د خدمتونو د وړاندې کولو د معیاري نوې ټکنالوژۍ په واسطه د برېښنا لګښت د تحویلولو زمینه برابره او استفاده ورڅخه وکړي.
پای – ذ