په١٣٩٢کال کې د هيواد د وګړو د شمېر اووه ويشت اعشاريه پنځه مليونه تنه اټکل شوى دى

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٠ :
د احصايې مرکزي ادارې په ١٣٩٢ کال کې د هيواد د وګړو ټول شمېر اووه ويشت اعشاريه پنځه مليونه تنه اټکل کړى دى.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د احصايې د مرکزي ادارې تخنيکي سلا کار عصمت الله رمزي چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې؛ وويل: په ١٣٩٢ کال کې د هيواد وګړي څه ناڅه اووه ويشت اعشاريه پنځه مليونه تنه اټکل شوى چې څوارلس اعشاريه يو مليون تنه نارينه او ديارلس اعشاريه څلور مليونه نوريې ښځې دي.
د احصايې د مرکزي ادارې تخنيکې سلا کار دغه راز وويل چې په هيوادکې ميشت وګړي څه ناڅه شپږ ويشت مليونه تنه اټکل شوى دى او ددغه شمېر نولس اعشاريه اووه مليونه تنه په کليوکې ژوندکوي او شپږ اعشاريه درې مليو نه تنه يې ښاري ژوند لري او يواعشاريه شپږ څلوويښت  مليونه تنه کوچيان دي.
ده وويل: دغه وړاندې شوې شمېرنې د کور د فهرست اخيستلو د سر وې له مخې د احصايې د مرکزي ادارې له خوا د ملګرو ملتو د سازمان وګړو د وجهي صندوق په مالي مرسته  په١٣٨٣ کال کې په هيوادکې تر سره شول؛ اټکل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته