امنیت

پنځوس کيلوګرامه نشه يي توکي په سمنګانو کې کشف شول .

-کابل باختر د لړم پنځلسمه :
پنځوس کيلوګرامه اپين پرون دسمنګانو ولايت په مربوطاتو کې کشف او ترلاسه شول  .
دسمنګانو ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد باقر مسعود دباختراژانس خبريال ته وويل دغه توکي  په يوه سراچه ډوله موټر کې ځاى پرځاى کړى شوي و او له بغلان ولايت څخه دبلخ ولايت ته ليږدول کيدل چې د ايبکو ښار داقامزار په امنيتي پوسته کې دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې دپوليسو لاس  ته ورغلل .
ښاغلي مسعود وايي چې دغه راز ددغې پيښې  په اړوند  دقندهار ولايت يو اوسيدونکي نيول شوى دى .
دوه ورځې مخکې هم دسمنګانو ولايت پوليس په دې تګلوري کې دپنځه اتيا کيلوګرامه اپينو په کشف او ترلاسه کولو بريالي شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته