خبرونهټولنه

پنځوس کاله کیږي د غور په مرغاب ولسوالۍ کې خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر 

د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ د شوره کن او ویشتان ولسوالۍ اوسېدونکو باختر اژانس ته ویلی، چې نیمه پېړۍ کېږي، پاکو او د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري او له همدې امله یې ماشومان په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

دوی په خپلو سیمو کې د پاکو اوبو د برابرولو غوښتنه کوي او له حکومت څخه غواړي، چې پاملرنه ورته وکړي.

د غور د والي ویاند شیخ مولوي عبدالواحد حماس بیا دغو سیمو کې د پاکو اوبو د نشتون لامل د اوبو د کچې ټیټېدل بولي.

هغه د باختر اژانس خبریال ته ویلي، چې دغه ستونزه د ټول ولایت په کچه احساسېږي او حکومت هڅه کوي، حلارې ورته ولټوي.

د یادونې وړ ده، چې موده وړاندې د افغانستان اسلامي امارت د امیرالمومنین د لارښوونې سره سم دغو سیمو کې د ژورو څاګانو د کیندلو لړۍ پيل شوې وه، خو له هڅو سره سره یوه سیمه کې هم د اوبو درک ونه لګېده او هغه پروژه بې پایلې شوه.

د دغې سیمې اوسېدونکي همدارنګه له حکومت څخه غواړي، چې د پاکو اوبو د سیستم د برابرولو ترڅنګ ورته د سړکونو د جوړولو، روغتیا او نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته