امنیت

پنځوس ښځو په جوزجان کې خیاطي زده کړه

کابل/باختر/ د چنګاښ ۶ مه
په جوزجان کې٥٠ ښځو نن د خیاطۍ زده کړې له کورس څخه فارغې شوې.
د (بدلون لپاره د خلکو عمل) موسسې مسووله شګوفه آروین وایي چې دغه روزنیز پرواکرام شپږ میاشتې مخکې په عرب خانې او خیرخانې کلیو او شبرغان ښار کې د بې وزلو او کونډو ښځو لپاره پیل شوی و چې هغوى د خیاطۍ ، لیک او لوست او بازارموندنې په برخوکې زده کړې وکړې.
آروین زیاته کړه چې د دغه روزنیز پروګرام موخه د بې وزلو کورنیو اقتصادي وده ده او د پروګرام په پای کې پر ګډون کوونکو د کار وسایل هم ووېشل شول چې وکولای شي له دې لارې د خپل ژوندانه اړتياوې پوره کړي.
ویل کېږي په تېرو دوو کلونوکې دغه موسسې ٢٠٠ بې وزلې ښځې روزلې دي او هغوى ته د کار زمینه برابره کړې ده.
ختم/ع 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته