پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل شول
کابل باختر دتلې دمياشتې ٢٧ :
امنيتي ځواکونو د خپلو جلاجلا امنيتي فعاليتونوپه بهيرکې چې په تيرو دوو ورځو کې د هېواد په څو ولايتونوکې ترسره شول؛ ٥٠ تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د باخترآژانس خبريال ته وويل: امنيتي ځواکونو د ارزګان، ننګرهار، زابل ، خوست ، قندهار ، غزني ، جوزجان ، لغمان ، پکتيکا او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې يولړ امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې ٥٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ ٣٢ تنه ټپيان او ١٦ تنه نور يې د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول .
په دغو فعاليتونوکې ١٨ کلاشينکوفونه ، درې توغندي ويشتوونکي، يوه داشکه اويوه اندازه مهمات د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.