امنیت

پنځه کسان په کابل کې د جنايي جرمونو په تور ونيول شول

کابل باختر د چنګاښ ١٢مه
دکابل پوليسو يو غلا کړى شوي موټر ترلاسه او خاوند ته يې وسپاره .
دکابل دامنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز باختر آژانس ته وويل: د کابل پوليسو يو کرولا موټر چې پرون غرمه د کابل ښار له شپاړسمې ناحيې قلعه زمان څخه غلا کړاى شوى و، له درېيو ساعتو وروسته د نهمې ناحيې له قابل باى څخه وموند او خاوند ته يې وسپاره او د قضيې په اړوند يې يوکس ونيو.
د يوبل خبر له مخې: پوليسو د کابل ښار د دويمې ناحيې په قول آبچکان کې  د يوه موټر سايکل د غلا په تور درې مشکوک کسان له غلا کړاى شوي موټرسايکل سره يوځاى ونيول.
پوليس وايي چې دغو کسانو موټر سايکل د کابل ښار د دويمې ناحيې له مربوطاتو څخه غلا کړى و .
د يوبل خبرله مخې: پوليسو نن سهار يو حرفوي جعلکار چې د غلا کړاى شويو وسايطو شاسي  لمبر يې د غلو په همکارۍ بدلاوه او پلورل به يې، له تخنيکي وسايلو، کمپيوټر، جعلي ليبلونو او د شاسي له جعلي نمرو سره د کابل ښار  د درېيمې ناحيې له مربوطاتو څخه ونيو.  
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته