کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر
پنځه ډار اچوونکي تېره شپه د کابل ښار د پنځمې ناحیې په مربوطاتوکې د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتوکې ونیول شول.
د کورنیوچارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د باختر آژانس خبریال ته وویل: د پولیسو د خاصو قطعاتو ځواکونو د ملي امنیت په همکارۍ تېره شپه یو لړعملیات د کابل ښارپه مربوطاتوکې ترسره کړل چې په پایله کې یې پنځه تنه په ډار اچوونکو فعالیتونوکې په لاس لرلو او د جنګي وسایلو او پوځي تجهیزاتو د ساتلو په تور ونیول شول.
دغه راز د ۱۱۱ فرقې د ځانګړوځواکونو په عملیاتوکې د کابل له څو ولسوالیو څخه د ٢٠ کلاشینکوفونو، ۲۹ تومانچو، ۱۲ پنځه او لس ټکې تومانچو او پوځي تجهیزاتو په ګدون ۶۲ ډول ډول وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.
ختم/ع