کابل باختر د چنګاښ ١٦ مه :
پنځه ډار اچوونکي تېره شپه د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول .
باختر آژانس دملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: امنيتي او دفاعي ځواکونو د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتوکې محاربوي عمليات ترسره کړل چې په کې پنځه تروريست طالبان ووژل شول او دوه نور يې ټپيان شول .
په عملياتو کې د طالبانو څو وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
ختم_ شکريه_اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ