پنځه څلويښت زره کيلوګرامه امونيم نايتريت په قندهار ولايت کې کشف او ترلاسه شول .

کابل باختر  دغبرګولي  ١٣

  د قندهار ښار په مربوطاتو کې دپوليسو له خوا پنځه څلويښت زره کيلوګرامه امونيم نايتريت کشف او تر لاسه شول .

 مخالفين  له امونيم نايتريت  څخه په واټ کې د کارولو لپاره دبمونو په جوړولو کې استفاده کوي .

 د ٤٠٤  ميوند زون قوماندان پاسوال محمد سالم اساس  باختر اژانس ته وويل پنځه څلويښت  زره کيلوګرامه امونيم نايتريت چې دتروريستانو  له خوا په مهارت  سره په دوو کانتينري  موټرونوکې ځاى پرځاې شوي وو او دغزني او زابل له لارې دقندهار ښار ته ليږدول کيدل دقندهار ښار دپلټنې په پوسته کې کشف او ترلاسه  شول .

  يوه اړونده خبرځاى وويل ددغو توکو دليږدونې په تور يو موټر چلوونکى نيول شوى او په دې اړوند څيړنې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته