ورزش

پنځه څلويښت تنه ورزشکاران وټاکل شول

کابل باختر د تلي  دويمه :
دکاراتې انتخاباتي سيالۍ د ځوانانو، تنکيو ځوانانو او لويانو ملي ټيم ته د پنځه څلويښتو غوره څيرو په ټاکلو سره پاى ته ورسيدې.
دباخترآژانس دخبر له مخې: دغه سيالۍ چې دکاراتې کيوشين او ماستوى شيما په برخوکې پيل شوې وې؛ پکې دهرات، فراه، کاپيسا، کابل او په پاکستان کې د ميشتو افغان مهاجرينو يو سلو درې اوياتنو ورزشکارانو پکې ګډون درلود .
د المپيک دملي کميټې ويندوى مجيب الله رحماني دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ په لسو وزني  ډلو او د تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په ګروپونوکې په دوو برخوکې پيل شوې وې چې په پاى کې د حکمانوله خوا پنځه څلويښت غوره څيرې د تنکيو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ملي ټيمونوته وټاکل شوې .
دغه راز د سياليو په پاى کې د هرات د ټيم ورزشکارانو لومړى مقام، د کاپيسا دويم مقام او دکابل ورزشکارانو دريم مقامونه وګټل .
دغه راز د اخلاقو کپ په پاکستان کې ميشتو افغان مهاجرينوته ورکړشو.
په همدې ترتيب د کاراتې دکيوکوشين کان د ملي ټيم انتخاباتي سيالۍ سبا په کابل کې پيليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته