کابل / د زمري ٢١مه / باختر:
امنيتي مسوولان وايي په تېرو٢٤ ساعتو کې ٤٥ وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول.
د ٢١٥ ميوند قول اردو وياند باخترآژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د لښکرګاه ښار په بېلابېلو سيمو او نهرسراج ولسوالۍ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه، په دغو عملياتو کې ٢٢ وسله وال طالبان ټپيان او د هغوى ٥ موټرونه، يوشمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
\ ذ