امنیت

پنځه پوليسان په کاپيسا کې شهيدان شول

کابل / دوږي ٢٣مه /باختر: د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره د مبارزې آمر تېره شپه له خپلو څلوروسرتيرو سره په دغې ولسوالۍ کې شهيدشو. دکاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالشايق شورش باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د استوګنې له کورونو څخه پر امنيې قوماندانۍ بريد وکړ چې په پايله کې د تګاب ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره سره د مبارزې آمر له خپلو څلورو سرتيرو سره شهيدشو. شايق زياته کړه په دې جګړه کې اووه تنه نور پوليسان ټپيان شول. ويل کېږي په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم د سرزيان اوښتى دى خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى. ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته