کابل / د زمري ۱۶مه / باختر
پنځه پنځوس وسله وال طالبان تېره شپه په پکتيا کې ووژل شول.
د ٢٠٣تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې دغه وسله وال طالبان د پکتيا د مرکز او د دغه ولايت د سيدکرم او احمد آباد ولسواليو په مربوطاتو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملياتو کې وژل شوي دي.
خبرځاى زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ٢٠ نور طالبان ټپيان شول او دغه راز د دښمن څلور موټر له جنګي وسايلو سره له منځه يوړل شول.
خبرځای زياتوي چې په دغو جکړو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پنځه سرتېري شهيدان او اته نور یې ټپيان شول.
ختم- ج – ا
7 د یوې دقیقې څخه لږ