پنځه ويشت ماينونه کشف او شنډ کړى شول
کابل – باختر د لړم دمياشتې ٨
د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې په تيرو څلرويشتو ساعتونوکې د قندهار او پروان د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ ٢٥ ماينونه کشف او شڼد کړى شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه ماينونه د خلکو د دښمنانو له خوا په مواصلاتي لارو او واټونو ته څېرمه ځاى پرځاى شوي و چې د ملي اردو د منسوبينو له خوا کشف او شڼدکړاى شول او دغه راز يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.