پنځه ويشت زره تنه پوليسان په کابل کې د عاشورا د مراسمو د امنيت د تامينولو په مقصد په دندې ګومارل شوي دي
کابل باختردلړم دمياشتې ١٢ :
په کابل کې په لا ښه توګه د عاشورا د امنيت د تامينولو په مقصد په پايتخت کې ځانګړي امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي .
د باخترآژانس د خبرله مخې: دښار په ګوټ ګوټ کې د امنيتي ځواکونو په تېره بيا د پوليسو شتون محسوس دى.
سره له دې چې دغه تدبيرونه په ځينو حالاتوکې د پايتخت اوسيدونکو ته ځورونکي دي؛ خو مقامات هغه د وقايوي تدبيرونو يوه برخه بولي او د کابل ښار له اوسيدونکو څخه له امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ غوښتنه کوي .
د کابل ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدظاهر ويلي دي چې د پوليسو ٢٥ زره تنه ځواکونه په کابل ښارکې په دندې ګومارل شوي دي چې په ښارکې امنيت تامين کړي چې ښاريان په ډاډ زړه د عاشورا په مراسمو کې ګډون وکړي.
دى د دغه شان کميت کارول يو احتياطي حرکت بولي او ټينګار کوي چې هيڅ راز امنيتي ګواښ نشته بلکې دغه اقدام د وقايوي پروګرامونو يوه برخه ده.
زموږ هېوادوال نن سهار له لومړيو وختو څخه په کابل ښار او د هېواد په نورو ښارونوکې جوماتونو او تکيه خانو ته په ورتګ سره د عاشورا د مراسمو په پرځاى کولو لاس پورې کړ او تراوسه پورې د کومې پيښې خبر نه دى ترلاسه شوى.