ټولنه

پنځه ويشت تنه چې واده ته روان و، ټپيان شول .

کابل باختر د تلي  نولسمه :
پنځه ويشت تنه پرون په کاپيسا ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ټپيان شول .
دکوهستان دلومړي  برخې  ولسوال عبدالفتاح شفيق باختراژانس ته وويل: ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديو ملي بـس دچپه کيدو له امله  پنځه ويشت تنه ټپيان شول .
دغه موټر چې کله چې دکوهبند له ولسوالۍ څخه دکوهستان ولسوالۍ ته روان و ددغې ولسوالۍ  د مغلانو پله په ساحه کې له واټ څخه ووت او چپه شو چې له امله يې دموټر ٢٥ تنه سپرلي ټپيان شوي .
  شفيق زياته کړه : دغه کسان دواده مراسمو ته روان و . 
دپيښې ټپيان دپنجشير ولايت او دکاپيسا ولايت روغتونونوته ليږدول شوي دي  چې  ديوشمير ټپيانو روغتيايي  حالت خراب بلل شوى دى .
ويل کيږي دموټر دچپه کيدو علت معلوم نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته