پنځه ويشت تنه پاکستاني طالبان په غزني کې ووژل شول
کابل باخترد ثور دمياشتې ٢٠ :
پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان په غزني ولايت کې د افغان ځواکونو دعملياتو په بهيرکې ووژل شول .
دغه عمليات پرون ماښام د ګيروولسوالۍ دعظيم قلعه په ساحه کې دپاکستاني طالبانو په څو پټنځايونو ترسره شول او تراوسه دوام پورې لري.
دغزني د والي ويندوى نبي جان باخترآژانس ته وويل چې ددغو عملياتو په بهيرکې تراوسه پورې دطالبانو د ډلې نور پنځه ويشت تنه پاکستاني طالبان وژل شوي دي.
دغزني د والي ويندوى وايي: دغه پاکستاني جګړه ماران يولړ تروريستي بريدونو ته چمتو کيدل چې دافغان ځواکونو له خوا ورباندې بريد وشو او ووژل شول.
ددغو پاکستاني طالبانو له پټنځاى څخه په لسګونه جنګي وسايل او په سلګونه کيلو ګرامه نشه يې توکي هم ترلاسه شوي دي.
دغزني سيمه ييزمقامات وايي چې د ګيرو ولسوالۍ د عظيم قلعه سيمه اوس دافغان ځوکونو له خوا کلابندشوې ده.
په وروستيو څوکلونوکې دا لومړى ځل دى چې دغه سيمه دپاکستاني طالبانو له شتون څخه پاکه کيږي .
دغزني سيمه ييزو مسوولينو په وار واور ويلي دي چې د پاکستان استخباراتي سازمان (آى اس آى) تل غزني په تيره بيا د اندړو اوګيرو ولسواليو ته دتروريستي ډلو په استولو سره په ناامنيوکې لاس لري.