پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د تلي درې ويشتمه :
امنيتي ځواکونو پرون دهيواد په څو ولايتونوکې دامنيتي فعاليتونو په بهير کې  پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، امنيتي ځواکونو دکونړ ، ننګرهار ، بغلان ، کندز ، قندهار ، کاپيسا ، لوګر او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څوارلس تنه نور يې ټپيان شول .
  په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي  وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دلوګر ، هرات ، فراه او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې څلور ماينونه کشف او شنډ کړي  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته